عزیزي شرکت او د اوبو او انرژۍ وزارت پلاويو د برېښنا تولید پروژې د چارو پیل په موخه هرات ته سفر کړی او د یاد ولایت له والي شیخ مولانا اسلام جار سره لیدنه کړې.
د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر د یاد پلاوي د سفر موخه د ۸۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید پروژې د سروې او عملي چارو پیل ښودلی دی.
په دې لیدنه کې د میرویس عزیزي سلاکار عبدالرازق صمدي ویلي، چې د دوی کاري ټیم د برېښنا پروژې سروې او پلي کولو په موخه هرات ته سفر کړی او ډېر ژر به د دغه پروژې عملي چاري پیل شي.
نوموړي زیاته کړې، هرات د بادي او لمریزې برېښنا تولید لپاره لوړ ظرفیت لري او ورڅخه سمه ګټه اخیستل کولای شي د انرژۍ برخه کې د هېواد په ځان بسیاینې لامل شي.
د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار د زلزله ځپلو او کډوالو وضعیت ته رسېدنه او زیربنایي برخو کې د میرویس عزیزي له مرستو او پانګونې هرکلي ترڅنګ ویلي، چې سیمهییزه اداره د ورته لویو ملي پروژو ملاتړ کوي او د بشپړېدو لپاره به یې هر اړخیره همکاري وکړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې هرات نه یوازې د بادي او لمریزې برېښنا تولید برخه کې ظرفیت لري بلکه د اوبو څخه برېښنا جوړولو برخه کې هم لوړ ظرفیت لري، چې کولای شي دې برخه کې د هېواد اړتیاوې پوره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د انرژۍ برخه کې د میرویس عزیزي سره د لس میلیارد ډالرو په ارزشت هوکړه لیک لاسلیک شوی چې اوس یې عملي چارې هرات کې پیلیږي.

