ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د قطر د سرې میاشتې ټولنې له رییس سره د محمد سهیل شاهین لیدنه؛ پر هر اړخیزو همکاریو ټینګار شوی

قطر کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د قطر د سرې میاشتې ټولنې له رییس فیصل محمد العمادي سره لیدنه کړې ده.

دوحه کې د افغانستان سفارت وایي، چې دواړو خواوو په دې لیدنه کې د سوري زړه د ناروغانو د عملیاتو لپاره د قطري تجربه لرونکو ډاکټرانو د لېږلو، افغان ډاکټرانو لپاره د زړه ناروغیو د ښوونیزو دورو د جوړولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

 دغه‌راز د قطر د سرې میاشتې ټولنې رییس پر هر اړخیزو همکاریو ټینګار کړی او یادو برخو کې یې د مرستو ډاډ ورکړی دی.