ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان اوسمهال د خپلې اړتیا وړ ۶۰ سلنه اوړه په کور دننه تولیدوي

اقتصادي معاونیت وايي، افغانستان اوسمهال د خپلې اړتیا وړ ۶۰ سلنه اوړه په کور دننه تولیدوي.

یاد معاونیت زیاته کړې، په هېواد کې د اوړو تولید ۲۰۰ کارخونې فعالیت کوي، چې یو میلیون ټن اوړه د یادو ۲۰۰ کارخو او پاتې نور د اطرافي ژرندو په واسطه تولیدیږي.

یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، افغانسان په کلني ډول شاوخوا شپږ میلیون ټنه اوړو ته اړتیا لري، چې له ډلې یې ۳.۵  میلیون ټنه په کور دننه تولیدیږي.

اقتصادي معاونیت په وینا، اسلامي امارت د اوړو سکټور د پیاوړتیا او ملاتړ په موخه له بهر څخه د غنمو پر وارداتو تعرفې کمې کړي، له هېواد څخه یې د غنمو پر قاچاق بندیز لګولی او هر کال د غنمو حاصلاتو په وخت کې له بزګرانو اضافي غنم په مناسبه بیه پیري او په امارتي سېلو ګانو او زېرمو کې یې ساتي چې دا بیا د اړتیا پر مهال بازار ته وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده، چې په دغو کارخانو کې شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالر پانګونه شوې او دوه زره او ۵۰۰ هېوادوال په دایمي ډول پکې په کار بوخت دي.