ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډونالډ ټرمپ: اوکراین به نه د کریمیا ټاپووزمه بېرته ونیسي او نه به د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي فشار زیات کړی، تر څو د روسیې پر وړاندې روانه جګړه پای ته ورسوي.

ټرمپ د ټروث سوشیل په یوه تازه پوسټ کې ویلي، که زېلینسکي وغواړي جګړه “تقریباً سملاسي” پای ته رسولای شي.

نوموړي زیاته کړې، چې کې‌یف به د کریمیا ټاپوزمې د بېرته نیولو او له ناټو سره د یوځای کېدو اجازه ونه ولري.

ټرمپ پر ټروث سوشیل لیکلي: “د اوکراین ولسمشر زېلینسکي که وغواړي له روسیې سره جګړه تقریباً سملاسي پای ته رسولای شي او یا هم دوام ورکولای شي.”

زېلینسکي پر اکس پاڼه لیکلکي: “موږ ټول غواړو چې جګړه ژر او په باوري ډول پای ته ورسېږي. سوله باید تلپاتې وي، نه د تېرو کلونو په څېر چې اوکراین مجبور شو کریمیا او زموږ د هېواد ختیځه برخه -د دونباس برخه- پرېږدي او پوتین په ساده ډول د نوي برید لپاره ګټه ترې واخیسته. یا کله چې اوکراین ته په ۱۹۹۴ کې «امنیتي ضمانتونه» ورکړل شول، خو اغیزمن نه وو.”

دا څرګندنې وروسته له هغه شوې، چې د امریکا او روسیې ولسمشرانو تېره جمعه په الاسکا کې غونډه وکړه. په دې غونډه کې ټرمپ د اوربند پر ځای د دایمي سولې د هوکړې غوښتنه وکړه.

ټاکل شوې، چې نن دوشنبه به ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي او د اروپایي ټولنې د مشرانو کوربتوب وکړي.