ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په پاکستان کې د افغان کډوالو اتشو د همغږۍ غونډه وکړه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په پاکستان کې د اسلام اباد او خیبر پښتونخوا د افغان کډوالو د اتشې دفترونو مسولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه.

د وزارت په خبره، د غونډې په پیل کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د وروستي دریځ د کډوالۍ کارتونو (POR) د لغوه کولو، د یاد هېواد د امنیتي ادارو له لوري له کډوالو سره د چلند، د ستنېدنې په مرکزونو کې د ستونزو، د تورخم په فرضي کرښه د ننګونو، د محصلینو د وضعیت او نور موضوعات په اړه بحثونه شوي.

د غونډې غړو د ګډې هوکړې پر بنسټ یو لړ مشخصې پرېکړې کړې، ترڅو د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته په بېړني او اغېزمن ډول رسیدنه وشي.

په اسلام اباد کې د کډوالو اتشې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د وروستۍ غونډې د اجنډا راپور وړاندې کړی او ویلي یې دي، کمېشنري د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ هڅه کوي، چې یو میکانیزم رامنځته کړي، ترڅو په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د افغان محصلینو د اوسېدو ستونزه حل شي، د دوی د زده‌‌کړو بهیر تضمین او د جبري ایستلو مخه یې ونیول شي.