ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نږدې پینځه زره بېرته راستانه شوي د هرات په صنعتي ښارګوټي کې په کار ګومارل شوي

د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې تر دې‌مهاله پينځه زره بېرته راستانه شوي کډوال د هرات صنعتي ښارګوټي په صنعتي او تولیدي کارخونو کې په کار ګومارل شوي دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه لړۍ لا هم دوام لري او په راتلونکي پړاو کې به ۱۰ زره نور راستانه شوي کډوال هم په دې ښارګوټي کې په کار وګومارل شي.

په یاد ولایت کې ځایي مسولین د راستنو شویو له ظرفیت څخه د ګټې اخیستنې لپاره نور پروګرامونه هم پیل کړي او هڅه کوي، چې په راتلونکې کې لا ډېرې کاري زمینې ورته برابرې کړي.