ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نورالدین عزیزي د قرغیزستان-روسیې په اووم اقتصادي فورم کې ګډون وکړ

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او مل پلاوي د قرغیزستان-روسیې په اووم اقتصادي فورم کې ګډون وکړ.

په قرغېزستان کې د افغانستان سفارت وایي، چې افغان پلاوي د قرغیزستان له لومړي وزیر ادیلبېک الېشوویچ او د دې هېواد له یو شمېر وزیرانو، د سیمې د پلاویو له مشرانو او په کوربه هېواد کې د ځینو هېوادونو له سفیرانو سره هم وکتل.

د یاد سفارت په وینا، په دې کتنو کې پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو، پانګونې، سوداګریزو همکاریو، د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او پرمختګونو او همدا راز د ډيپلوماټیکو او سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا او نورو موضوعاتو خبرې شوې ‌دي.