د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د د غه ولايت په پچير اګام ولسوالي کې د شاوخوا ۰ ۷ کلونو په دوام هغه اوږدمهاله شخړه حل او فصل شوه، چې دواړو لوريو ته يې د ګڼو مالي تاوانونو ترڅنګ لويه مرګ ژوبله هم تر شا پرېښې وه.
یاد وزارت زیاته کړې، د دې خونړۍ شخړې په پايله کې د ښکېلو خواوو ۱۲ تنه وژل شوي، څو تنه ټپيان شوي او لوی اقتصادي تاوانونه هم ورته رسېدلي وو، چې مسوولينو يې ترمنځ د خير په پرېکړې کولو سره دوی پخلا او له بښنې وروسته يې يو بل ته د سولۍ غاړې ورکړې.
د وزارت په وینا، د ننګرهار د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس حافظ رحمتالله غازي عمر د قومي مشرانو، علماوو، متنفذینو او رسنیو د استازو په شتون کې دا شخړه د یوې جوړې شوې غونډې پر مهال هواره کړه او د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شوه.

