د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص پکتیا ولایت ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست له رییس او کار کوونکو سره یې د یوې ناستي په ترڅ کې لیدنه کړې ده.
په دې ناسته کې د پکتیا د چاپېریال ساتنې رییس مولوي عبدالهادي هدایت د ښاغلي مولوي مطیعالحق خالص د هرکلی کړی او د یاد ولایت د چاپېریال ساتنې د شته وضعیت، ستونزو او کاري امکاناتو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړي دی.
مولوي مطیعالحق خالص د خپل سفر د موخو او اجنډا په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې د هېواد په کچه د چاپېریال ساتنې ادارې به نورې هم پیاوړې شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت چاپېریالي موضوعاتو ته جدي پاملرنه کوي او په دې برخه کې کلک هوډ لري.
د یادونې وړ ده چې د دې لیدنې وروسته به د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس په هغه ګډ ورکشاپ کې هم ګډون او وینا وکړي، چې موخه یې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت ارزونه ده.
دغه ورکشاپ د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د رها موسسې په همکارۍ په پکتیا ولایت کې ترسره کېږي.

