د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیعالحق خالص د پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې د سویل ختیځ زون د چاپیریالي وضعیت د ارزونې مشورتي ورکشاپ پرانیست.
په پیل کې د پکتیا د چاپېریال ساتنې رییس مولوي عبدالهادي هدایت د چاپېریالي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
وروسته د پکتیا مرستیال والي شیخ انعامالله صلاحالدین د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د هڅو ستاینه کړې او له دې ادارې سره یې د پلانونو او پروګرامونو په تطبیق کې د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
مولوي مطیعالحق خالص د ورکشاپ د پرانيستي او د هېواد د چاپېریالي وضعیت په تړاو هر اړخیزه وینا کړې.
نوموړي چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو ګډ ایماني او ملي مسولیت بللی او ویلي یې دي، چې سالم چاپېریال د ژوند د دوام او د زرغون افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري.
ښاغلي خالص د طبیعي منابعو ساتنې، د اوبو د ضایع کېدو مخنیوي، د هوا د ککړتیا کمولو او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د اغېزمنو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د هغه په خبره، د امنیت د ټینګښت په پایله کې د چاپیریال د ابادۍ لپاره مناسب شرایط رامنځته شوي او اوسمهال د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د مهمو پروګرامونو او پروژو عملي کېدو ته ښه زمینه برابره شوې ده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس زیاته کړې، چې افغانستان د طبیعي منابعو له پلوه بډای هېواد دی، خو د تېرو جګړو، نفوس زیاتوالي او د اقلیمي بدلون له امله د هوا ککړتیا، د ځنګلونو له منځه تګ، د اوبو کموالی او د ځمکو تخریب هغه ستونزې دي، چې د خلکو پر ژوند یې منفي اغېز کړی دی.
ښاغلي خالص د نړیوالو همکاریو او مرستو یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله ډېر زیان لیدلی، نو نړیواله ټولنه او د چاپیریال اړوند موسسې باید له موږ سره خپلې مرستې او همکارۍ لا پیاوړې کړي، تر څو د چاپېریالي ستونزو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړو.
هغه د رها موسسې له همکاریو څخه مننه کړې او د NDC سند په جوړولو کې یې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ګډون ارزښتناک بللی دی.
د یادونې وړ ده، چې په پکتیا کې د لومړي ځل لپاره د سویل ختیځ زون په کچه د چاپېریالي وضعیت د ارزونې مشورتي ورکشاپ پيل شوی، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

