د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا محترم ملا محمد حسن اخند د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع او د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت هم ګډون کړی و.
محترم رییس الوزرا د چین د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې چین او افغانستان دوه ښه او اوږدمهالي ملګري دي. موږ په نړیوالو غونډو کې د افغانستان په اړه د چین د مثبت دریځ، ملاتړ او د همکاریو قدرداني کوو.
نوموړي زیاته کړې، چې چین یوازې له افغانستان سره نه، بلکې د نړۍ له نورو هیوادونو سره هم په پرمختګ کې همکار پاتې شوی او تل یې مثبت رول لوبولی دی. له چین څخه مو غوښتنه دا ده، چې پر نړیوال سټېج د افغانستان د برحقه دریځ د ملاتړ په موخه خپلې هڅې او همکارۍ دوامداره وساتي.
ملا محمد حسن اخند یو ځل بیا ټینګار کړی، چې اسلامي امارت هېڅ ډلې او لوري ته د افغانستان له خاورې څخه د نورو په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي او له نورو هېوادونو هم غواړي، چې د دوستۍ، ښو مناسباتو او مثبت تعامل لاره غوره کړي.
د اسلامي امارت د رییس الوزرا په خبره، په افغانستان کې له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې ډېرې ستونزې وې، چې د لویو قدرتونو په راتګ سره لا زیاتې شوې، مګر د اسلامي امارت له واکمنۍ سره د جګړو او ناامنۍ په ګډون ډېرې ستونزې حل شوې دي. زموږ پالیسي دا ده، چې له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو او همکاریو له لارې مخته ولاړ شو. د چین په ګډون له ټولو هیوادونو سره د دوامدارو او مثبت اړیکو لرلو په پایله کې به ښه پرمختګونه ولرو.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د چین او افغانستان تاریخي اړیکو ته په اشارې دواړه ښه ملګري هېوادونه بللي او ویلي یې دي، چې چین د افغانستان استقلال او د افغانانو انتخاب ته درناوی لري او باوري دی، چې دوی ښه مسیر ټاکلی دی.
نوموړي زیاته کړې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دایمي غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له جملې څخه یوازینی کس یم، چې دوه ځله مې افغانستان ته سفر کړی او دا له افغانستان سره زموږ ملګرتیا او صداقت ښیي. موږ مشترک راتلونکی لرو او غواړو چې اسیایي هېوادونه، په ځانګړې توګه افغانستان د عصري کېدو او پرمختګ په لور ګامونه واخلي.
د ښاغلي وانګ یي په خبره، چین له افغانستان سره په ملګرتیا کې صادق او ثابت قدمه دی. موږ له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې همکاریو ته چمتو یو او د پرمختګ په برخه کې د افغانانو ملاتړ کوو.
دغهراز د دواړو هیوادونو تر منځ ښه امنیتي همکاري د افغانستان لپاره د ښه پرمختګ زمینه برابروي.
محترم ملا محمد حسن اخند د چین د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي، زما نېکې هیلې د چین مشرتابه ته ورسوئ او هغوی ته ډاډ ورکړئ، چې موږ په عمل کې ثابته کړې چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان له خاورې څخه هېچاته هم امنیتي ګواښ او یا بله کومه ستونزه نه ده متوجه شوې او نه هم چاته د دې اجازه ورکوو، چې له افغانستان څخه نورو ته زیان واړوي.

