د الجزیرې د راپور له مخې، د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۸۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
همدارنګه اسرائیلي پوځ ویلي، چې په بشپړ ډول د غزې ښار د نیولو لپاره یې پلان شوی ځمکنی برید پيل کړی او ځینې څېرمه سیمې یې نیولې دي.
په کلابنده غزه تړانګه کې د تحمیل شوې لوږې او قحطۍ له امله پرون چهارشنبه درېیو نورو فلسطینیانو هم ژوند بایللی. تر دې مهاله د لوږې له امله د ۱۱۲ ماشومانو په شمول ۲۶۹ فلسطینیانو ژوند بایللی دی.
د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) خبرداری ورکړی، چې په غزه کې د اسرائیلي رژیم د کلابندۍ له امله د خوارځواکۍ کچه مخ په زیاتېدو ده. “دا یوازې لوږه نه ده. دا قحطي ده.”
یاد سازمان ویلي، چې خوارځواکي په خاموش ډول وژونکې ده. د ژوند رشد زیانمنوي، د بدن امنیتي سیسټم کمزوری کوي او عادي ناروغۍ وژونکې کوي.
سربېره پر دې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، چې د غزې په هر درېیو ماشومانو کې نږدې یو یې له خوارځواکۍ سره مخ دی.

