ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتیا کې د سویل ختیځ زون په کچه د ملي مشارکت دریم سند جوړېدو په هکله مشورتي غونډه وشوه

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له لوري ګردېز کې د سویل ختیځ زون په سطح په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې دریم سند جوړېدو په هکله مشورتي غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د پکتیا، لوګر، پکتیکا او خوست ولایتونو د بېلابېلو امارتي ادارو استازو ګډون کړی وو.

د پکتیا ولایت د چاپېریال ساتنې رییس مولوي عبدالهادي هدایت وویل، زموږ او ستاسې هڅه دا ده چې سالم چاپېریال رامنځته کړو.

نوموړي زیاته کړه، که طبیعت سالم وي د ټولو ژوندیو موجوداتو سلامتیا تضمین کېږي، خو که طبیعت زیانمن شي د ژوندیو موجوداتو ژوند هم له ستونزو سره مخ کېږي.

ښاغلي هدایت وویل، ټول صنعتي فعالیتونه باید معیاري وي، ځکه که معیاري نه وي د انسانانو ژوند ته مستقیم ګواښ پېښوي.

نوموړي زیاته کړه، پرمختګ باید په سالمه توګه ترسره شي او د انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو ژوند ونه ګواښل شي.

دغه‌راز مولوي عبدالهادي هدایت وویل، چې اوس د چاپېریال ساتنې ملي اداره ټول فعالیتونه په ورځني ډول څاري، څو محیط ‌زیستي عناصرو ته زیان ونه رسېږي او صنعتي فعالیتونه د چاپیریال‌ساتنې  له جواز اخیستو وروسته خپل فعالیتونه پیلوي.

نوموړي همداراز له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې فرصته ګټه پورته کړي او د ورکشاپ مواد او پیغامونه نورو ته ورسوي، څو د عامه پوهاوي کچه لوړه شي.
همدارنګه د غونډې په ترڅ کې د اجنډا له مخې د کارپوهانو له خوا مسلکي پریزنتیشنونه هم وړاندې شول.