د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۱۲ زره او ۸۴۱ کسانو ته زېږونکارتونه وېشلي چې اته زره او ۴۶۱ یې د لویانو او څلور زره او ۳۸۰ یې د ماشومانو دي.
ارقام ښيي چې د روان کال په زمري میاشت کې تر ټولو زیات زېږون کارتونه نهه زره او ۲۸۸ په کابل کې وېشل شوي او تر کابل وروسته، خوست د ۷۵۷، ننګرهار د ۷۱۴، بلخ د ۳۵۱ او هرات ولایت د ۳۰۹ زېږون کارتونو په وېشلو د جدول په ورپسې کرښو کې راځي.
له بل لوري ارقام څرګندوي چې شپږ زره او ۷۸۴ زېږون کارتونه د مرکز کابل او په ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونو له لارې وېشل شوي او پاتې شپږ زره او ۵۷ نور یې په مرکز کې د ژوند پېښو د ثبت امریت او د ولایتي ریاستونو د حیاتي احصاییو برخو لهخوا وېشل شوي دي.
همدارنګه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې د ټول هېواد په کچه دوه زره او ۲۲۴ کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشلې چې تر ټولو زیاتې هغه یې په کابل، کندهار، خوست، پکتیا او هلمند ولایتونو کې دي.

