ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت هڅه کوي چې له هرې ممکنې شرعي لارې، راستنو شویو ته دایمي سرپناه چمتو کړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د دې وزارت اداري ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو مرستیالانو او مرکزي رییسانو ګډون درلود، له اجنډا سره سم د یو شمېر مهمو موضوعګانو په هکله په کې بحث او پریکړې وشوې.

مولوي عبدالکبیر د ناستې په پيل کې راستنو شویو ته، د غوره خدمتونو وړاندې کېدو په برخه کې د خپلو همکارانو او د اسلامي نظام د مسوولینو د هڅو په ستایلو سره، د اسلامي امارت موخو ته په اشارې سره ویلي، چې افغانستان ابادولو ته اړتیا لري او باید له هر فرصت څخه اغېزمنه ګټه پورته شي.

نوموړي په ادارو کې پر مسلکي چلند ټېنګار کړی او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت هڅه کوي، چې له هرې ممکنې شرعي لارې، راستنو شویو ته دایمي سرپناه چمتو کړي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ توانيدلي، چې په ګاونډيو هېوادونو کې د افغان کډوالو یو شمېر ستونزې هوارې کړي.

دغه‌راز نوموړي مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې د راستنېدونکو د نوې احتمالي جوپې پیل ته چمتووالي ونیسي او خپلې اړتیاوې د وزارت له مقام سره شریکې کړي.

د ناستې په پای کې ښاغلي وزیر ګډونوالو ته سپارښتنې کړې او ویلي یې دي، چې د کډوالو چارو وزارت د کارکوونکو ظرفیت لوړېدو ته باید پام وشي او همدارنګه له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ او ستونزو حل لپاره دې له ځنډ مخنیوی وشي.