ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه بین‌الوزارتي کمېټه جوړه شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي فرمان پر اساس کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه جوړه شوه.

دعالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د ځانګړي فرمان پر اساس او دریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د هدایت او د اقتصادي کمېسیون د ۱۴۴۵هـ.ق کال د دوهمې ګڼې مصوبې پر بنسټ د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه جوړه شوه.

په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اقتصادي مرستیال ځانګړي سکرتر مولوي عبدالله عزام ویلي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان د اقتصاد په ډګر کې لومړني ګامونه اخیستي او له نېکه‌مرغه ښه نتیجه یې هم ورکړې ده. ښاغلي عزام زیاته کړه، افغانستان د پانګونې په برخه کې بې شمېره فرصتونه لري او دغه کمېټه به کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته لازمې آسانتیاوې برابرې او په امارتي ادارو کې به یې له بیروکراسۍ مخنیوی وکړي.

ورپسې داقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې رییس مولوي ذبیح‌الله ناصر چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې مسولیت هم پر غاړه لري دخپلو خبرو پر مهال وویل، دغه کمېټه د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې فعالیت کوي او موخه یې تر واحد چتر لاندې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د طرحو طی مراحل، د پانګونې پروسو کې چټکتیا او شفافیت رامنځته کول او د پانګوالو او اړوندو وزارتونو ترمنځ مؤثره همغږي رامنځته کول دي.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې ټول اړوند وزارتونه به د دغې کمېټې د کړنلارې د غني کېدو په موخه خپل نظرونه په ۳ ورځو کې په کتبي ډول دیادې کمېټې له دارالانشاء سره شریک کړي او هلته به د مؤظفې شوې کمېټې له لوري د نظرونو د توحید په صورت که یوه جامع کړنلاره ترتیب او د منظورۍ لپاره به اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شي.