د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پوهنې رییس ذبیح الله سادات او ورسره مل پلاوي د لرغونو سیمو او اثارو د ساتنې په اړه د اسلامي امارت رهبرۍ د فرمان پلې کولو په موخه پکتیا ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت له اداري مسولینو سره لیدنه کړې او د لرغوني سیمو او اثارو په اړه یې هر اړخیزې خبرې کړي.
د ښاغلي سادات په وینا، لرغوني اثار او سیمې زموږ د نیکونو میراث دي، ملت او حکومت باید د دې لوی کلتوري میراث په ساتلو کې برخه واخلي.
یادو پلاوو چې د پکتیا ولایت مسولینو یې ملتیا کوله ددې ولایت یوه برخه سروې کړې او په پایله کې یې یوه لرغونې سیمه پیژندلې ده.
پیژندل شوې سیمه د شته نښو پر بنسټ د کوشانيانو په دور پورې تړاو لري.