د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا دفاع وزارت نوم د ‘جګړې وزارت’ ته بدل کړ.
رویټرز راپور ورکړی، چې ټرمپ پرون (جمعه، د وږي ۱۴مه) د دې وزارت د نوم د بدلون اجرایوي فرمان رسماً لاسلیک کړ.
ډونالډ ټرمپ د دې پرېکړې دلیل د امریکا د پوځي ځواکونو د “واقعي ماموریت روښانه کول” یاد کړي دي.
نوموړي ویلي، چې د دې وزارت دنده یوازې دفاع نه، بلکې د امریکا د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره فعاله جګړه ده.
د یادونې وړ ده، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۴۹ زېږدیز کال کې د امریکا د جګړې وزارت نوم په دفاع وزارت بدل شوی و.

