د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د شیخ ندا محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو مرستیالانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د خصوصي پوهنتونونو استازو په ګډون وشوه.
شیخ ندا محمد ندیم ویلي، چې وزارت د امارتي او خصوصي پوهنتونونو پرمختګ، معیاري کېدو او ملاتړ ته ژمن دی او د عالي شورا پرېکړې د ټولنې اړتیاوو او د لوړو زده کړو وزارت د معیارونو پر بنسټ راغلي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د امارتي حاکمیت له پیل وروسته د طبیعي او ټولنیزو علومو په برخو کې شاوخوا ۱۰۰ ماسټري او ۳۰ دوکتورا نوي پروګرامونه رامنځته شوي، چې په کمپیوټر ساینس، انجنیري، طب، کرنې او نورو برخو کې شاملې دي.
ښاغلي ندیم ویلي، لا هم هڅه کېږي چې د افغان ځوانانو او افغانستان اړتیاوو پوره کېدو او ځان بسیاینې لپاره د فوق لېسانس پروګرامونه رامنځته شي، چې د دغو پروګرامونو پر مخ وړلو لپاره د داخلي استادانو سربېره، په لوړو معاشاتو بهرني استادان هم ګمارل کېږي او دا لړۍ روانه ده.
نوموړي زیاته کړې، چې له فتحې وروسته په تېرو څلورو کلونو کې ډېر اصلاحات راغلي، کیفیت لوړ شوی او معیارونه پلي شوي دي.
شیخ ندا محمد ندیم ویلي، د لوړو زده کړو عالي شورا د امارتي پوهنتونونو په څلور دوکتورا، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو په ۸ ماسټرۍ پروګرامونو، په امارتي او خصوصي پوهنتونونو کې په د پینځو نویو پوهنځیو او د شته پوهنتونونو په ۳۱ پوهنځیو کې نوې څانګې رامنځته کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د نوي نصاب پر وړاندې کولو سربېره، د داخلي استادانو ترڅنګ په لوړو معاشاتو بهرني استادان هم ګمارل کېږي، ترڅو د زده کړو کیفیت لوړېدو ته دوام ورکړل شي.
د یادونې وړه ده، چې د لوړو زده کړو عالي شورا د ریاست الوزرا عالي مقام په حکم جوړه شوی او د وزارت اړوند د پوهنځیو، پروګرامونو او څانګو د رامنځته کولو، لغوې او نورو مهمو پرېکړو رسمي مرجع ده.

