د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د یو شمېر مسولینو په ملتیا د زلزله ځپلو سیمو او زیانمنو د لیدنې په موخه کونړ ولایت ته سفر وکړه.
دریاستالوزرا اقتصادي مرستیال له زلزله ځپلو سره د لیدنې پرمهال په دې ستر ناورین خپله خواشیني وښوده، په زلزله کې د شهیدانو پاک روح ته یې دعا او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه.
ملا عبدلغني برادر اخوند د اسلامي امارت په استازیتوب په دې ستر غم کې ځان شریک وباله او ویې ویل، په تېرو څلورو کلونو کې دا درېیم ځل دی چې د سختو زلزلو له امله هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوړي.
نوموړي زیاته کړې، د امکاناتو د کمښت سره هم اسلامي امارت پر دې توانیدلی چې پر وخت د زیانمنو لاسنیوی وکړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند د کونړ زلزله ځپلو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د دوی ترڅنګ ولاړ دی او ټولو امارتي مسوولینو ته هدایت ورکړل شوی دی چې مرستې را ټولې او په شفاف ډول یې پر مستحقو زیانمنو وویشي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د هېواد له سوداګرو، پانګوالو او خیریه بنسټونو غوښتي چې د کونړ له زلزله ځپلو سره خپلې مرستې جاري وساتي.
دغه راز نوموړي د زلزلې له امله د زیانمنو سیمو د بیارغونې له پاره ترلاس لاندې اړینو پلانونو ته په اشارې سره وویل، هڅه کوي چې په زلزله کې د ورانو شویو کورونو د بیرته رغولو له پاره امکانات برابر او په راتلونکي کې د طبیعي پیښو د زیان کچې را کمېدو له پاره هر اړ خیز تدابیر ونیسي.
اقتصادي مرستیال له ټولو هغو هېوادونو، هېوادوالو، ملي سوداګرو او خیریه بنسټونو دمننې ترڅنګ چې د کونړ له زلزله ځپلو سره یې مرستې کړې، له نړیواله ټولنه غوښتي چې په دې سختو شرایطو کې دې پر افغانستان لګیدلي بندیزونه پای ته ورسوي، ترڅو زیانمنو افغانانو ته د مرستو رسولو او اقتصادي ستونزو ته د رسیدنې بهیر پر وړاندې شته خنډونه له منځه ولاړ شي.
په پای کې د ښاغلي برادر اخوند د هېواد شمال ته د خپل رسمي سفر یادونه وکړه او ویې ویل، چې په سفر تللی و که نه د زلزلې په لومړۍ ورځ به یې په دغه ستر غم کې له زیانمنو هېوادوالو سره ګډون کړی و.

