ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په غزه کې بهرني ډاکټران: اسرائیل په قصدي توګه فلسطیني ماشومان په نښه کوي

د الجزیرې د راپور له مخې، یو شمېر بهرنیو ډاکټرانو، چې په غزه کې یې په رضاکارانه توګه خدمت کړی، ویلي، له سلو د ډېرو داسې ماشومانو درملنه یې کړې، چې په سر او یا سینه په مرمیو ویشتل شوي وو.

د دوی په خبره، دا ښکاره دلیل دی چې اسرائیلي یرغلګر په غزه کې په قصدي توګه ماشومان په نښه کوي.

د هالنډ ‘فولسک کرانټ’ ورځپاڼې د یادو ډاکټرانو د شاهدۍ پر بنسټ ویلي، چې په هرو ۱۷ ډاکټرانو کې ۱۵ یې له ‍۱۵ کلونو کم‌عمره داسې ټپي ماشومانو سره مخ شوي، چې د سر او سینې په برخو کې په مرمیو لګېدلي وو.

دوی د خپل ماموریت په جریان کې له ۱۱۴ ورته پېښو سره مخ شوي. ډېری داسې ټپي ماشومان شهیدان شوي، حال دا چې یو شمېر نور یې له سختو ټپونو سره ژوندي پاتې دي.

امریکايي ډاکټرې میمي سیډ ‘فولسک کرانټ’ ته ویلي: “دا متقابلې ډزې نه، بلکې جنګي جرمونه دي.” نوموړې ۱۸ ماشومان ثبت کړي، چې په سر او سینه کې ویشتل شوي دي.

یوه بل امریکايي جراح فیروز سیدوا یادې ورځپاڼې ته ویلي، په لومړیو کې مې فکر کاوه، چې دا یوازينۍ پېښه ده، خو وروسته په یوه روغتون کې له ډېرو داسې ماشومانو سره مخ شوم، چې په سر او سینه ويشتل شوي وو. وروسته یې چې خپل یادښتونه له نورو نړیوالو ډاکټرانو سره پرتله کړي وو، دا ډول ويشتل عام وو.

نوموړي زیاته کړې: “دا هدفمند ويشتل وو. یو څوک پر ماشوم ماشه کش کوي.”

یادې ورځپاڼې د عدلي طب د متخصصینو له قوله، چې د اکسرې یا رادیولوژي عکسونه یې ارزولي او تایید کړي، ویلي، چې دا ټپونه د اوږده واټن نښان‌ویشتونکي یا سنایپر او ډرون له ویشتلو سره مطابقت لري.

د هالنډ د پوځ پخواني مشر مارت ډي کرایف ویلي، چې په سر او سینه د ډېرو ماشومانو په مرمیو د ویشتلو تصادفي ادعا بې‌بنسټه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې دا قصدي عمل دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې څېړنې دې پایلې ته رسېدلې، چې اسرائیل په غزه کې په قصدي ډول ماشومان په نښه کوي.

په اګسټ میاشت کې هم بي‌بي‌سي کشف کړې وه، چې اسرائیلي عسکرو په غزه کې له ۱۶۰ ډېر ماشومان په ډزو ویشتلي. په دې کې ۹۵ ماشومان په سر او سینه ویشتل شوي وو. دا ټپونه د ډاکټرانو په خبره ښيي، چې دوی په قصدي ‌ډول په نښه شوي دي.

د بي‌بي‌سي د موندنو له مخې، ډېری قربانیان له ۱۲ کلونو کم‌عمره وو. دا پېښې د ۲۰۲۳ په اکتوبر کې د جګړې د پیل له اونیو څخه د روان کال تر جولای میاشتې پورې ثبت شوې دي.

د غزې د روغتیا وزارت له قوله، د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې نږدې ۲۰ زره فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په منځنۍ کچه هره ورځ د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو او کلابندۍ له امله د غزې ۲۸ ماشومان شهیدان شوي دي.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د معلولیت لرونکو د حقونو کمېټې (CRPD) د راپور پر بنسټ، په غزه کې د جګړې له امله لږ تر لږه ۲۱ زره فلسطیني ماشومان معلول شوي دي.