د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله له لوري د امارتي ځمکو د نمرو د خرڅولو، وېش او د ودانیو د اجازې د ورکړې قانون توشېح شو.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، هغه ځمکې چې خاص دولتي ملکیت او د هستوګنې او سوداګرۍ لپاره دي د ښاري پلان سره سمې او زېربنايي چارې یوه اندازه ترسره شوې دي، هر اړخیزه کړنلاره دې ورته جوړه، څو له مخې یې خلکو ته د ځمکې تملیکاً په اصولي توګه ووېشل شي.
د همدې پرېکړې پر اساس د چارو ادارې لوی ریاست په مشرۍ یادې کمېټې ته دغه قانون جوړ او د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري توشېح شو.
د یاد معاونیت په وینا، دغه قانون یوه مقدمه، ۴ بابونه، ۶ څپرکي او ۳۸ مادې لري.

