الجزیرې خبري شبکې د یو شمېر باخبره سرچینو په حواله ویلي، چې د حماس اسلامي غورځنګ او صهیونیستي رژیم تر منځ د غیرې مستقیمو خبرو اترو لومړۍ ورځ په «مثبت» پرمختګ سره پای ته رسېدلې ده.
د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه مذاکرات نن (سېشنبه، د تلې ۱۵مه) هم ادامه ومومي.
ویل کېږي، چې د دواړو لوریو تر منځ د مذاکراتو پر لومړۍ ورځ د بندیانو پر تبادله، اوربند او غزې ته د بشري مرستو پر لېږد خبرې اترې شوې دي.
په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د دوه کلنې جګړې د پای ته رسولو په موخه پرون دوشنبه په مصر کې خبرې اترې پيل شوې دي.
په دې جګړه کې لږ تر لږه ۶۷ زره او ۱۶۰ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۹ زره او ۶۷۹ نور ټپيان شوي دي.
د صهیونیستي اشغالګرو دا دوه کلنه جګړه، چې له امله یې په غزه کې تحمیلي لوږه او قحطي هم رامنځته شوې، د ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو او سازمانونو له لوري نسلوژنه ګڼل شوې ده.
پرون د مذاکراتو له پيل سره-سره اسرائیلي عسکرو په غزه کې لږ تر لږه ۱۰ فلسطینیان شهیدان کړي، چې درې یې د بشري مرستو د وېش په مرکزونو کې په نښه شوي دي.

