ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ۳۴ ولایتو د والیانو او ولسوالانو لپاره په جوړ شوي سیمینار کې ګډون او وینا وکړه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په کندهار کې د ۳۴ ولایتو د والیانو او ولسوالانو لپاره په جوړ شوي درې ورځني اصلاحي سیمینار کې ګډون او وینا کړې ده.

سیمینار د قرآن کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوی، ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ګډونوالو ته اړینې لارښوونې او مهمې سپارښتنې کړې دي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ویلي، چې تاسو د اسلامي امارت د اعتماد خلک او د اسلامي امارت استازي یاست.

ستاسو تر لاس لاندې پوره وطن دی، خلکو ته ترغیب ورکړئ، په نفرت کې یې مه اچوئ، له الله تعالی څخه ویره ولرئ او د ځان په حق کې تقوا اختیار کړئ. هر مشر د خپل ماتحت لپاره امام دی، خلک د خپل مشر پر عاداتو روان وي، څه چې مشران کوي او په څه عمل کوي، کشران هم د دوی عمل تعقیبوي. د مشرانو عمل متعدي دی، ټول خلک په دوی پسې اقتدا کوي. په هر ولایت او ولسوالۍ کې د هغه ولایت د والي او ولسوال اثار د خلکو په چلند او رویه کې معلومیږي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د نیت په اړه ویلي: په هر کار کې خپل نیت اصلاح کړئ. که مو نیت صحیح و او د ښه کار لپاره و، نو په اعمالو به مو الله پاک جل جلاله ښه اثار مرتب کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په خالص نیت د مکې مکرمې خلکو ته د اسلام دعوت ورکړ، الله جل جلاله یې پر دعوت ښه اثار مرتب کړل او د اصحابو کرامو څخه الله جل جلاله داسې خلک جوړ کړل چې د امت لپاره مقتدایان شول.

نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې ډير جهادونه وشول، خو چې نیتونه یې سم نه و، نو هغه اثار پرې مرتب نه شول چې د جهاد اهداف بلل کېدل او افغانستان یې در په در کړ، پر چوکۍ جنګونه شول، ډلبازۍ شوې او وینې تویدو ته لارې هوارې شوې.

نن د خدمت موقع شته، د الله تعالی د دین خدمت وکړئ، د اسلام او شریعت عملي کول اصلي جهاد دی.

نن خلک پر تاسو د دین او د شریعت په خاطر راټول شوي دي، که خدای مکړه بې دینه شوئ، نو خلک مو بیا اطاعت نه کوي. دين هغه وخت ټینګېږي، چې خلک په دین پوه شي. خلک په دین او شریعت پوه کړئ، د مسلمانانو په اصلاح کې کوښښ وکړئ، د فسق او فساد مخه ونیسئ.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د علماء کرامو په اړه د سیمینار ګډونوالو ته په وینا کې ویلي: په دنیا کې د الله جل جلاله په نزد قدرمن او بهترین خلک علماء کرام دي، ستاسو په دربار کې باید معزز خلک علماء وي، د وخت د امیر او علماء کرامو قدر وکړئ، د دوی په اهانت سره به الله پاک ستاسو دنیا او اخرت در خراب کړي. علماء کرام د اسلامي نظام ساتونکي دي، د علماوو په احترام سره نظام محکم کیږي. علماء کرام دې کوښښ وکړي چې ستاسو سره یوځای د دین د احیا لپاره همکاري وکړي، خلک دي فکراً او ذهناً جوړ کړي او د دښمنانو د غوښتنو بد عواقب دې خلکو ته بیان کړي. مسؤلین او مجاهدین دې له علماء کرامو سره په هر کار کې مشورې کوي، د هغو خبرو ته دي غوږ نیسي، له هغو څخه دې فتوا اخلي او بیا دې په هغه عمل کوي.

محترم امیرالمؤمنین والیانو او ولسوالانو ته په خطاب کې ویلي، چې تاسو والیان او ولسوالان د اسلامي امارت قوت او استازي یاست، ټول خلک ستاسو تر حکم لاندې دي، که تاسو د اسلامي امارت او د خپل امیر ښه نماینده ګي وکړه، نو خلک به له اسلامي نظام سره همکاره شي او د شریعت په نافذولو کې پوره کوښښ درسره وکړي.

د اسلامي امارت حکمونه او فرامین خلکو ته ورسوئ. د اسلامي امارت حکمونه او فرامین د فرائضو او واجباتو په اړه نه صادریږي، بلکې په اجتهادي مسائلو او مباحاتو کې صادریږي، ترڅو په ټولنه کې د اختلاف او تنازع مخه ونیول شي او په یوه لاره د تګ زمینه مساعده شي. هڅه وکړئ د امارت حکمونه او فرامین تر علماؤو، مجاهدینو اوخلکو ورسوئ، ځکه دا د دې باعث کیږي چې خلک په ناروا کې اخته نشي او احکام له عملې کیدو څخه پاتې نشي. همدا ډول له غفلت څخه ځانونه وساتئ، یعنې په غیر مقصودي کارونو کې له مقصودي کارونو څخه ځان مه مصروفوئ. په خپلو منځو کې یو له بل سره محبت وکړئ او د خپلو مافوق مشرانو اطاعت وکړئ. یو پر بل اعتماد ولرئ، تر څو دښمن ته ستاسو په منځ کې د هيڅ ډول تفرقي اچولو موقع او ځای پیدا نه شي.

کشرانو ته داسې وظیفې په لاس مه ورکوئ چې هغه یې بیا سرته نه شي رسولای. کار اهل کار ته وسپارئ، په خپله په عزیمت عمل کوئ خو د خپلو ملګرو سره اساني او سهولت کوئ. سختي او سخته رویه مه ورسره کوئ. له چا څخه تحفې او هدیې مه اخلئ، ځکه د قدرت او واک په وخت کې تحفې قبلول په رشوت کې راځي. له راحت سره ځان مه عادت کوئ.

عاليقدر امیرالمؤمنن د خپلو خبرو په پای کې ټولو حاضرینوته لازمې سپارښتنې کړې دي.

د اسلامي امارت زعیم زیاته کړې، الله تعالی دې زموږ او ستاسو ټول نیک اعمال او خدمتونه قبول کړي. زموږ او ستاسو اعمال خو لږ دي، مګر د الله تعالی رحمت لوی دی. الله تعالی پر موږ فضل او احسان وکړ او په خپل هدف کې یې کامیاب کړو. هغه څه چې په دې سیمینار کې وویل شول، الله تعالی دې د هغه موافق عمل راکړي. کارونه مو درانه دي، الله تعالی دې خپل فضل راباندې وکړي. الله تعالی ته به خپل عذر پيش کوو، د الله د فضل او احسان به امید ساتو.

له انسي او جني شیطانانو څخه پنا غواړئ، قل اغوذ برب الفلق او قل اعوذ برب الناس ډیر وايئ. استغفرالله ډیره ډیره وايئ. ذکر ډیر کوئ، چې د ذکر په برکت له شيطاني وسوسو څخه وساتل شئ. الله تعالی ته رجوع کوئ. علماؤو ته رجوع کوئ. کتاب مطالعه کوئ، ځکه د الله یاد او د کتاب مطالعه مو له غفلت څخه ساتي او کوم زړه چې غافله شو بیا شیطان پرې کامیابه کیږي. مجاهدین له عبثیاتو څخه را وګرځوئ، د تعلیم او سالم مصروفیت زمینه ورته مساعده کړئ. له غیبتو څخه ځان او ملګري وساتئ، د عیب ګویي او غیبتو په مجلس کې مه کینئ، د علماؤو او مشرانو عیبونه مه سره وايئ او غیبت یې مه کوئ، ځکه غیبت کول د هغه شخص د غوښو د خوړلو په معنا ده او پام چې د حدیث شریف په حکم سره د علماؤو غوښې زهرجني دي.

که چاته مې دنده او وظیفه ورکړه دا یو امانت دی، که مې بېرته ځینې واخیسته دا هم زما حق دی. تاسو په دې باندې خپل خاطر دروند نه کړئ، ځکه هرڅه د الله تعالی په اراده کیږي، بس د الله تعالی ارادې ته تسلیم اوسئ او له الله تعالی څخه خیر او عافیت غواړئ. له هر مصیب او هر مشکل څخه وروسته صبر کوئ. صبر لوی شی دی، په صبر سره له لاسه تللي نعمتونه بیرته راګرځي.

نور به موږ تاسو ته دعاوې کوو او تاسو به موږ ته دعاوې کوئ. تاسو ټول په الله تعالی سپارم، ستاسو ایمان، عقیده، اعمال او هرڅه الله تعالی ته سپارم، الله تعالی مو معاون او مددګار شه.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!