ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي د مسکو فارمټ مشورتي ناسته کې ګډون وکړ

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان په تړاو د «مسکو فارمټ» مشورتي ناستې په اووم پړاو کې د رسمي غړي په توګه ګډون وکړ.

د یادونې وړ ده، دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت پلاوی په دې ناسته کې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د روسیې فدراسيون په رسمي بلنه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډې په اوومه ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته سفر کړی دی.

ټاکل شوې چې په دې ناسته کې به ښاغلی متقي د افغانستان او سیمې د اړیکو د پراختیا په موخه د غړو هېوادونو تر منځ خپل موقف وړاندې کړي.