ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې په نړیوالو همکاریو کې بې‌سارې فرصتونه رامنځته کړي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو د لا پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا او پر سیمه‌ییزو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د روسیې فدراسیون له خوا د افغانستان د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې له پرېکړې مننه کړې او دا یې د دواړو هېوادونو د اړیکو په مسیر کې یو مهم او تاریخي بدلون بللی.

 نوموړي څرګنده کړې، چې د رسمیت اعلان نه یواځې د سیاسي او اقتصادي همکاریو نوې دروازې پرانیستې بلکې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د فعال رول په لور یو مهم ګام هم بلل کېږي.

همداراز ښاغلي متقي د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې، سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو او ټرانسپورتي دهلیزونو په برخو کې د متقابلې همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی.

ورته‌ مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه د دواړو هېوادونو تر منځ په سیاسي، اقتصادي او نړیوالو همکاریو کې بې‌سارې فرصتونه رامنځته کړي او په نږدې راتلونکي کې به یې د مثبتو پایلو شاهدان اوسو.

 ښاغلي لاوروف د نشه‌یي توکو د قاچاق مخنیوي، د امنیت د ټینګښت او نورو برخو کې د اسلامي امارت هڅې ستایلي او ټینګار یې کړی، چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ باید د مسکو فارمټ په څېر سیمه‌ییزو میکانیزمونو څخه هم اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

دغه‌راز نوموړي د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او خپلواک دریځ ستاینه کړې او د سیمي په ګټه یې بللی دی.