د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبد الغني برادر اخوند په مشرۍ نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د تلې میاشتې پر ۱۶ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د اړوند وزارتونو او ادارو له مسولینو سره د هوايي کارگو له لارې بهرنيو هېوادونو ته د افغانستان د وچو او تازه مېوو د صادراتو په اړه غونډه وکړه.
په غونډه کې له بحث وروسته د اريانا افغان هوایي شرکت مسولینو ته سپارښتنه وشوه، چې اوسمهال له ګټې پرته په تمام شوي قيمت بهرنيو هېوادونو ته د و چو او تازه مېوو صادرات پیل او همدارنګه د یادو مېوو د صادراتو لپاره د چارتر الوتکو د پیدا کولو په اړه له هوايي کارګو شرکتونو سره خبري وکړي.
همداراز د اوږد مهال لپاره د دې ستونزې د اساسي حل په موخه د اریانا افغان هوایي شرکت مسولینو ته دنده وسپارل شوه، چې دوې کارګو الوتکې وپېري.
د دې الوتکو د پېرلو لپاره به اسلامي امارت بودیجه ورته ځانګړې کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولینو ته هم دنده وسپارل شوه، چې له سوداګرو سره د هوايي کارګو شرکت د را منځته کولو په اړه مجلسونه وکړي.
د يادو ادارو له استازو وغوښتل شول، چې خپل راپورونه په لنډ وخت کې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونيت له مقام سره شریک کړي.

