ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون نوبتي غونډه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون نوبتي غونډه وکړه.

د غونډې په پیل کې د تېرو پرېکړو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

په دې غونډه کې د کابل نړیوال هوايي ډګر اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو اصلاحي راپور د تطبیق په موخه تایید شو او د ۲۰۰ نويو کلمو او اصطلاحاتو معیاري بدیل موندنې په موخه پرېکړه وشوه، چې د افغانستان علومو اکاډمۍ او کابل پوهنتون استازو ته وسپارل شول.

تر څنګ يې د کېمسیون ساحوي پروګرامونو کې بهرنیو او بې‌مفهومه اصطلاحاتو او کلمو د پېژندنې پر اړتیا ټینګار وشو.

د یادونې وړ ده، چې د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح پروګرامونو د لا ښه‌والي په موخه د کمېسيون غړو هم د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.