ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي مطیع‌الحق خالص د قطر له سفیر سره د اقلیمي موضوعاتو په اړه خبرې کړي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص په کابل کې د قطر له سفیر مردف علي القاشوطي سره په لیدنه کې د افغانستان د اقلیمي وضعیت، اقلیمي بدلونونو په نړیوالو ناستو کې د افغانستان د ګډون او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، د قطر سفیر د اقليمي او ټولنیزو موضوعاتو پر نه سیاسي کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د COP-30 اقلیمي بدلون کنفرانس له کوربه هېواد برازیل او یوناما دفتر سره یې په نړیوالو ناستو کې د افغانستان د ګډون په تړاو خبرې کړې دي.

نوموړي دغه راز اقليمي بدلونونه یو نړیوال ګواښ بللی او زیاته کړې یې ده، چې قطر په مهمو نړیوالو ناستو کې د افغانستان د ګډون په تړاو هر ډول همکارۍ او همغږۍ ته چمتو دی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د قطر له سفیر څخه د هغه د همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي، چې د COP-6 په غونډه کې د افغانستان د ګډون لپاره اړین ترتیبات نیول شوي دي.

دغه‌راز نوموړي په ۱۶ نړیوالو کنوانسیونونو کې د افغانستان غړیتوب ته په اشاره د چاپېریال ساتنې اړونده پروژو پر پلي کېدو او د نړیوالو فني همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د قطر سفیر هم د دې پروګرامونو هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې ده، چې د افغانستان د چاپیریال ساتنې پروژو او کنوانسیونونو په اړه جامع معلومات ترلاسه کړي، ترڅو په دوحه کې د بهرنیو چارو وزارت له لارې تعقیب او همغږي شي.

همدارنګه نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د اړوندو ادارو ترمنځ په ګډه همکارۍ کې د CITES جوازونو د وېشلو په پروسه کې به اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

په پایله کې، دواړو خواوو د چاپیریال ساتنې او د اقلیم د بدلون سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ دوام او اړیکو پیاوړتیا باندې ټینګار کړی دی.