د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، چې محتسبینو یې روانه اونۍ د ښځو د حقونو اړوند ۳۵ قضیو ته رسېدنه کړې ده.
یاد وزارت زیاتوي؛ چې محتسبینو دغه راز په یاده موده کې ۲۱۳ رواني ناروغان هم راټول کړي او د درملنې په موخه یې افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ورپېژندلي دي.
همدارنګه په دې موده کې ۱۱ کوډګر نیول شوي او ۳۴ د دښمنۍ قضیې حل شوې دي.
د دې تر څنګ له کسبګرو او سوداګرو سره ۴۷ ناستې شوې دي.

