ملي دفاع وزارت د پاکستان له لوري د افغانستان د هوایي حریم د نقض په اړه توند غبرګون ښودلی او دغه اقدام یې په کلکو ټکو غندلی دی.
ملي دفاع وزارت ویلي، پاکستان یوځل بیا د افغانستان هوایي حریم نقض کړی، ډېورند کرښي ته څېرمه د پکتیکا په مرغی ساحه کې یې په یوه ملکي بازار بمبار کړی او د پلازمینې کابل قلمرو یې هم نقض کړی دی.
د ملي دفاع وزارت دا کړنه د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې «بېساری، له تشدد ډک او کرغېړن اقدام» بللی دی.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د خپل حریم څخه دفاع زموږ مشروع حق دی او له دې اقداماتو وروسته که وضعیت هر څومره ترینګلی کېږي عواقب به يې د پاکستان پوځ ته راجع وي.

