ملي دفاع وزارت وایي، چې د اسلامي امارت وسلوال پوځ د پاکستاني پوځ له لوري په مکرر ډول د افغانستان د حریم د نقضولو او د افغانستان په خاوره د هوایي برید په ځواب کې د ډیورنډ فرضي کرښي په اوږدو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په مراکزو انتقامي بریالي عملیات ترسره کړل.
د ملي دفاع وزارت په وینا، دغه عملیات تېره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسېدل.
ملي دفاع وزارت دغه راز ګواښ کړی، که مقابل لوری بیا د افغانستان حریم نقض کړي زموږ وسلوال پوځ د خپل حریم دفاع ته چمتو دی او کلک ځواب به ورکړي.

