ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملي دفاع وزارت: د افغانستان پر خاوره د پاکستان د هوايي برید په ځواب کې بریالي انتقامي عملیات وشول

ملي دفاع وزارت وایي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د پاکستاني پوځ له لوري په مکرر ډول د افغانستان د حریم نقضولو او د افغانستان پر خاوره د هوایي برید په ځواب کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر مراکزو انتقامي بریالي عملیات وکړل.

د ملي دفاع وزارت په وینا، دغه عملیات تېره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسېدل.

یاد وزارت دغه راز ګواښ کړی، چې که مقابل لوری بیا د افغانستان حریم نقض کړي زموږ ځواکونه د خپل حریم دفاع ته چمتو دي او کلک ځواب به ورکړي.

پاکستاني پوځ د تېرې جمعې پر شپه یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړ. د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیکا په مرغۍ ساحه کې یې پر یو ملکي بازار بمبار وکړ او د پلازمېنې کابل قلمرو یې هم نقض کړ.

د افغانستان اسلامي امارت ملي دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه عمل د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې یو بې‌ساري، له تشدد ډک او کرغېړن اقدام یاد کړ او په کلکو ټکو یې وغانده.

دغه‌راز ګواښ یې وکړ، چې له خپل حریم څخه دفاع زموږ حق دی او له دې اقداماتو وروسته که وضعیت هر څومره ترینګلی کېږي عواقب به يې د پاکستان پوځ ته راجع وي.

نن شپه بیا د اسلامي امارت ځواکونو په ځواب کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ پر مراکزو انتقامي بریالي عملیات وکړل.

دا عملیات د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ، سویل ختیځ خوست، پکتیا، پکتیکا او په سویلي هلمند ولایتونو کې شوي دي.

په دې عملیاتو کې پاکستاني لوري ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د هلمند ولایت مقام ویاند مولوي محمد قاسم ریاض ویلي، چې تېره شپه د دې ولایت د بهرامچې ولسوالۍ اړوند د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د انتقامي عملیاتو پر مهال د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري ۱۵ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د ښاغلي ریاض په وینا، د اسلامي امارت ځواکونو دغه‌راز د پاکستاني پوځ درې امنیتي پوستې نیولې او د دوی یو شمېر وسلې یې هم د غنیمت په توګه ترلاسه کړې دي.