د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د وروستیو پېښو په تړاو په خبري کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان په ټولو رسمي پولو او فرضي کرښه کې وضعیت تر بشپړ کنټرول لاندې دی او د غیرې قانوني کړنو مخه نیول شوې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې پر افغانستان تېري کوونکو ته غاښماتوونکی ځواب ورکول کېږي.
دغهراز د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د خپلو شته امکاناتو څخه کار اخلي، تر څو د ټولو پولو او فرضي کرښې اپراتیفي پوښښ لا پیاوړی شي. په دې وروستیو کې یادې موخې ته د رسېدو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت یو لړ ځانګړي اقدامات تر کار لاندې نیولي دي.
د ښاغلي مجاهد په خبره، په عمومي توګه د افغانستان امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی او په ډېر بهتر حالت کې قرار لري. همدارنګه د افغانستان په ټوله جغرافیه کې هېڅ ډول تهدید شتون نه لري او په تیرو اتو میاشتو کې کومه د پام وړ سیاسي امنیتي پیښه نه ده را منځته شوې.
له دې مخکې کوم لوی او واړه بریدونه چې د افغانستان په ګاونډ کې د فتنې او فساد له مراکزو څخه تنظیم او ترسره شوي وو د هغو ټول عاملین نیول شوي او یا وژل شوي دي.
مولوي ذبیحالله مجاهد زیاته کړې، چې موږ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي شریعت په رڼا کې د خپل هېواد او خلکو عليا مصالحو او ملي ګټو ته په کتو ښه تعاملات او ښه مفاهمه لرو، د ستونزو د حل په برخه کې لومړیتوب تفاهم ته ورکوو، په تفاهم باور لرو او په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې هم لرو.
دغهراز اوس په پیاوړې توګه دا درک را منځ ته شوی، چې د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره یو حیاتي ارزښت لري.
د ښاغلي مجاهد په وینا، د افغانستان په ګاونډ کې ځینو خاصو کړیو ته په افغانستان کې موجود بهتره امنیتي وضعیت او په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې پرمختګونه خوند نه ورکوي او په افغانانو یې نه لورېږي، نو ځکه یې یو لړ دسیسو ته مخه کړې ده. دا ځانګړې کړۍ د پاکستان په پوځ کې یوه حاکمه ډله ده.
زموږ د معلوماتو له مخې باوري یو، چې د دوی له افغانستان ضد سیاستونو سره د پاکستان اکثره نظامیان، سیاسیون، احزاب، علماء کرام او د پاکستان متدین ولس هیڅ توافق نه لري او هغوی پخپله هم د دې مستبدې کړۍ له خپلسرو او دیکتاتورانه کړنو څخه تر پوزو راغلي دي. همدې خاصې کړۍ په افغانستان کې د تشویشونو د ایجاد لپاره یو لړ اقدامات پيل کړي دي.
۱- پر نړیوال ستیج په هر پلټفورم کې د افغانستان او افغانستان اسلامي امارت په اړه پروپاګند کوي، د تشویشونو د ایجاد هڅې کوي او منفي تأثرات خپروي.
۲- کاذب اطلاعات تولیدوي او د هغو چینلونو له لارې یې، چې د نړۍ د فریب لپاره یې را منځته کړي، تر هېوادونو رسوي. دا کاذب اطلاعات زیاتره له افغانستان څخه د امنیتي تشویشونو په ایجاد را ټول وي او دا یې اوس یوه سوداګري ګرځیدلې ده.
۳- د افغانستان او پاکستان د شریفو ملتونو تر منځ د فاصلې د زیاتولو او نفرتونو د ایجاد هڅه کوي او غواړي د اسلامي امارت په اړه د پاکستان د متدین ولس ذهنیت خراب کړي او د پاکستان امنیتي ستونزې، چې اصلي عامل یې د همدې کړۍ ناسم سیاستونه دي، افغانستان ته منسوب او خپله ناکامي پټه کړي. دې کړۍ د پاکستان د امنیتي ستونزو د حل لپاره ټولې منطقي او معقولې هڅې سبوتاژ کړې او کلک مخالفت ورسره لري. دوی اصلا یوه ځانګړې اجنډا مخته وړي او نه غواړي سیمه په بشپړه توګه له تاوتریخوالي او جګړې څخه پاکه شي.
۴- د افغانانو په منځ کې ډول ډول توپیرونو ته لمن وهي او غواړي ځینې افغانان په خپل دام کې را ګیر او د افغانستان د ملي امنیت په ضد یې وکاروي. دوی ته د ناسم فکر او کاذبې روحیې د ورکولو هڅې کوي.
۵- په دې مهمه زماني مقطع کې چې افغانستان ځینې سیاسي او اقتصادي پرمختګونه تجربه کوي، دا ځانګړې کړۍ په فرضي کرښه کې شخړو ته لمن وهي، د افغانستان د هوایي قلمرو نقض کوي او کرښې ته نږدې په عامه ځایونو بمبارۍ کوي، چې الحمدلله هر ځل غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شوی او دا دې ټولو ته جوته وي، چې افغانستان له خپل ځمکني او هوایي حریم څخه د دفاع حق لري او کوم تیری به بې ځوابه پرېنږدي.
۶- په خپله خاوره کې یې د داعش پروژې په موجودیت او پټنځایونو باندې سترګې پټې کړې دي، چې هم خپل دیني علماء کرام او خلک پرې وژني، هم د افغانستان او هم د نړۍ امنیت او ثبات پرې تهدیدوي او خطرناکه لوبه یې پیل کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند ویلي، پاتې دې نه وي کوم قبایلي کډوال، چې په افغانستان کې شتون لري، دا د اسلامي امارت د حاکميت له مخه افغانستان ته کډوال شوي وو او د کډوالۍ علت يې هم د همدې کړۍ ناسم سیاستونه او په قبایلي سيمو کې تاوتريخوالی او عمليات وو. اسلامي امارت به د ټولو هغو هڅو او اقداماتو تود هرکلی وکړي چې په پایله کې يې دغه کډوال خپلو سيمو ته ستانه شي.

