ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د وروستیو پېښو په تړاو د مولوي ذبیح‌الله مجاهد خبري کنفرانس!

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله الذي نصر عبده، و أعز جنده، و هزم الأحزاب وحده. لا اله الا الله وحده لا شریکه له، له الملک و له الحمد، و هو علی کل شيئ قدیر.

اما بعد:

نن غواړم د افغانستان د ټولو پولو او فرضي کرښې د امنیت، د افغانستان د عمومي امنیتي وضعیت او فرضي کرښې ته نږدې د فتنې او فساد د ځینو خوځښتونو په اړه یو لړ توضیحات او غوښتنې ولرم.

الحمدلله د افغانستان په ټولو رسمي پولو او فرضي کرښه کې وضعیت تر بشپړ کنټرول لاندې دی. تر ډيره بریده د غیر قانوني کړنو مخه نیول شوې او د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د خپلو شته امکاناتو څخه کار اخلي، تر څو د ټولو پولو او فرضي کرښې اپراتیفي پوښښ لا پیاوړی شي. په دې وروستیو کې یادې موخې ته د رسیدو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت یو لړ ځانګړي اقدامات تر کار لاندې نیولي دي.

الحمدلله په عمومي توګه د افغانستان امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی او په ډیر بهتر حالت کې قرار لري. د افغانستان په ټوله جغرافیه کې هیڅ ډول تهدید شتون نه لري، په تیرو ۸ میاشتو کې کومه د پام وړ سیاسي امنیتي پیښه نه ده را منځته شوې او له دې مخکې کوم لوی او واړه بریدونه چې د افغانستان په ګاونډ کې د فتنې او فساد له مراکزو څخه تنظیم او ترسره شوي وو، د هغو ټول عاملین د لوی الله په نصرت نیول شوي یا وژل شوي دي. ځینې مغرضې کړۍ له تیرو څو اونیو را پدیخوا هڅه کوي، چې د افغانستان د خلکو ذهنیت مغشوش، ګډوډ او د افواهاتو او پروپاګند په خپرولو سره تشویشونه ایجاد کړي، د افغانستان متدین ولس باید ډاډه واوسي او دې افواهاتو ته اعتبار ورنه کړي. موږ د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د اسلامي شریعت په رڼا کې د خپل هیواد او خلکو عليا مصالحو او ملي ګټو ته په کتو ښه تعاملات او ښه مفاهمه لرو او د ستونزو د حل په برخه کې لومړیتوب تفاهم ته ورکوو او په تفاهم باور لرو او په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې هم لرو. اوس په پیاوړې توګه دا درک را منځته شوی، چې د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره یو حیاتي ارزښت لري.

داسې بریښي چې متأسفانه د افغانستان په ګاونډ کې ځینو خاصو کړیو ته په افغانستان کې موجود بهتره امنیتي وضعیت او په سیاسي، اقتصادي او اجتماعي برخو کې پرمختګونه خوند نه ورکوي او په افغانانو یې نه لوریږي، نو ځکه یې یو لړ دسیسو ته مخه کړې.

دا ځانګړې کړۍ د پاکستان په پوځ کې یوه حاکمه ډله ده. زموږ د معلوماتو له مخې باوري یو چې د دوی له افغانستان ضد سیاستونو سره د پاکستان اکثره نظامیان، سیاسیون، احزاب، علماء کرام او د پاکستان متدین ولس هیڅ توافق نه لري او هغوی پخپله هم د دې مستبدې کړۍ له خپلسرو او دیکتاتورانه کړنو څخه تر پوزو راغلي. همدې خاصې کړۍ په افغانستان کې د تشویشونو د ایجاد لپاره یو لړ اقدامات تر لاس لاندې نیولي.

۱. په نړیوال ستیج په هر پلټ‌فورم کې د افغانستان او افغانستان اسلامي امارت په اړه پروپاګند کوي، د تشویشونو د ایجاد هڅې کوي او منفي تأثرات خپروي.

۲. کاذب اطلاعات تولیدوي او د هغو چینلونو له لارې یې، چې د نړۍ د فریب لپاره یې را منځته کړي، تر هیوادونو رسوي. دا کاذب اطلاعات زیاتره د افغانستان څخه د امنیتي تشویشونو په ایجاد را ټول وي او دا یې اوس یوه سوداګري ګرځیدلی.

۳. د افغانستان او پاکستان د شریفو ملتونو تر منځ د فاصلې د زیاتولو او نفرتونو د ایجاد هڅه کوي او غواړي د اسلامي امارت په اړه د پاکستان د متدین ولس ذهنیت خراب کړي او د پاکستان امنیتي ستونزې چې اصلي عامل یې د همدې کړۍ ناسم سیاستونه دي، افغانستان ته منسوب او خپله ناکامي پټه کړي، دې کړۍ د پاکستان د امنیتي ستونزو د حل لپاره ټولې منطقي او معقولې هڅې سبوتاژ کړې او کلک مخالفت ورسره لري، دوی اصلا یوه ځانګړې اجنډا مخته وړي او نه غواړي سیمه په بشپړه توګه له تاوتریخوالي او جګړې څخه پاکه شي.

۴. د افغانانو په منځ کې ډول ډول توپیرونو ته لمن وهي او غواړي ځینې افغانان په خپل دام کې را ګیر او د افغانستان د ملي امنیت په ضد یې وکاروي، دوی ته د ناسم فکر او کاذبې روحیې د ورکولو هڅې کوي.

۵. په دې مهمه زماني مقطع کې چې افغانستان ځینې سیاسي او اقتصادي پرمختګونه تجربه کوي، له افغانستان سره په فرضي کرښه کې شخړو ته لمن وهل، د افغانستان د هوایي قلمرو نقض او کرښې ته نږدې په عامه ځایونو بمبارۍ چې الحمدلله هر ځل غاښ ماتوونکی جواب ورکول شوی او دا دې ټولو ته جوته وي چې افغانستان له خپل ځمکني او هوایي حریم څخه د دفاع حق لري او کوم تیری بې جوابه پرینږدي.

۶. په خپله خاوره کې یې د داعش پروژې په موجودیت او پټنځایونو باندې سترګې پټې کړې دي، چې هم خپل دیني علماء کرام او خلک پرې وژني، هم د افغانستان او هم د نړۍ امنیت او ثبات پرې تهدیدوي او خطرناکه لوبه یې پیل کړې ده. تاسې ته بهتره معلومه ده چې کله افغانستان تر اشغال لاندې و، د هیواد په ختیځو ولایتونو کې د داعش د فتنې ظهور د کرښې هغې خوا د اورکزیو له ساحې څخه وشو. په سر کې یې د سعید خان په نامه یو پاکستاني وګړي قرار لاره او په لښکر کې یې د پاکستان د مختلفو صوبو څخه سلګونه وګړي شامل وو. د اسلامي امارت مجاهدین له یوې خوا له اشغالګرو سره په مبارزه بوخت وو او له بلې خوا یې د همدې فتنه ګرې ډلې پر ضد د خپلې اسلامي عقیدې پر اساس او د مظلومو افغانانو د نجات لپاره مبارزه او جګړه کوله.

اسلامي امارت له فتحې مخکې او وروسته د دې فتنه ګرې ډلې پر ضد، چې د اسلام او جهاد د بدنامۍ لپاره را منځ ته شوې وه او د دیني مراکزو او خوځښتونو په ضد کار ترې اخیستل کیږي سخته مبارزه وکړه او ډیرې قربانۍ یې ورکړې او بالاخره یې فتنه ګر وځپل او خپله خاوره یې د دوی له وجود څخه پاکه کړه. د دې فتنه ګرې ډلې پاتې غړي په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې، خپلو اصلي سیمو ته وتښتیدل او هلته یې نوي پټنځایونه او مراکز ایجاد کړل. د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو څخه یې جلب او جذب پیل کړ او کوم کسان یې چې استخدامول هغه یې د پاکستان له غربي پولې او د کراچۍ او اسلام اباد له هوایي ‌‌‌ډګرونو څخه خپلو مراکزو ته را انتقالول، چې بیا یې تکفیري فکر او د قتل عامونو او تخریبي کړنو روزنه ورکوله.

موږ ته د کره ثبوتونو د رسیدو او دقیقو استخباراتي معلوماتو له مخې، په تهران کې د سردار سلیماني په تلین ترسره شوی برید، په مسکو کې ترسره شوی برید له همدې مراکزو څخه پلان، تنظیم او ترسره شول، چې هغه هېوادونه هم پرې خبر دي.

همدغه راز په افغانستان کې په دیني علماء کرامو، امارتي شخصیتونو، مجاهدینو او عامو خلکو زیات خونړي بریدونه په همدې مراکزو کې پلان او له همدې مراکزو څخه تنظیم او ترسره شوي. بریدګر او تنظیموونکي یې له همدې مراکزو څخه افغانستان ته را لیږل شوي وو، چې په دې اړه کافي شواهد او اسناد موجود دي.

مثلا: په کابل کې په شیخ رحیم الله حقاني صاحب تقبله الله؛ په هرات کې په شیخ مجیب الرحمن انصاري صاحب تقبله الله؛ د اهل تصوف په ځینو خانقاوو او مساجدو؛ په هرات، غور او کابل کې د اهل تشیع په ځینو مساجدو، زیارت کوونکو او په کابل کې د هندوانو په معبد بریدونه؛ په کندهار او کندوز کې د افغانستان بانک په څانګو او په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت په کارکونکو دوه ځله مرګوني بریدونه؛ د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست په کارکوونکو بریدونه؛ د بلخ په والي شهید حاجي مزمل تقبله الله؛ د مهاجرینو په وزیر شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني صاحب تقبله الله؛ د شهرسازۍ وزارت پر مرستیال، د نیمروز د ولایت په مقام او د بدخشان په ولایت کې پر امنیه قوماندان، مرستیال والي؛ د کانونو او پټرولیم پر رییس تقبلهم الله او یو شمیر نورو مسؤلینو، مجاهدینو او عامو خلکو بریدونه؛ په کابل کې د چینایانو پر هوټل، د روسیې پر سفارت، په بامیانو ولایت کې پر خارجي سیلانیانو او په تخار کې پر چینایي وګړو بریدونه او دې ته ورته نور…

زموږ د دقیقو اطلاعاتو له مخې ځايي وسلوالو چې د (۲۰۲۵) کال په (فبروري )میاشت کې د بلوچستان په مستونګ سیمه کې چې د ساعین بالفساد یا داعشي فتنه ګرو په پټنځایونو او مراکزو کوم برید ترسره کړی وو هلته یې تر دیرشو پورې داعشي فتنه ګر وژلي وو، چې د یو شمیر مسؤلینو په شمول ځینې خارجي اتباع هم پکې شامل وو او ځینې اروپایي پاسپورټونه هم له همدې مراکزو لاس ته ورغلي وو، تحلیل دا ده چې اروپایي اتباع همدلته راغلي، روزل شوي او بیرته د بریدونو لپاره اروپایي او نورو هیوادونو ته استول شوي.

همدغه راز خاص اطلاعات د دې ښودنه کوي چې دا فتنه ګره ډله بیا په همدې مراکزو کې د تنظیمیدو په حال کې ده او په پلان کې لري چې هم په خارج کې او هم په افغانستان کې بریدونه ترسره کړي او دا ځل کیدای شي په خارج کې په بریدونو کې د تاجکستاني اتباعو په ځای د نورو هیوادونو له اتباعو څخه کار واخلي ځکه تاجکستاني اتباع زیات افشا شوي.

سربیره پر دې زموږ د اطلاعاتو له مخې د داعش د خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د ده نږدې همکاران عبدالحکیم توحیدي، سلطان عزیز عزام او د داعش له مرکزي څانګې سره د اړیکو تنظیموونکی او په اصطلاح د مکتب صدیق مسؤل صلاح الدین رجب د پاکستان په خاوره کې موجود او پټ دي، د افغانستان اسلامي امارت په جدي توګه غوښتنه کوي چې دا اشخاص یا اسلامي امارت ته وسپارل شي او یا دې د پاکستان حکومت له خپلې خاورې څخه اخراج کړي او په دې توګه دې د پاکستان حکومت خپل مسؤلیت ترسره او خپلې ژمنې پوره کړي.

همدا راز دې افغانستان پر وړاندې له منفي برخورد، د حریم نقضولو او نورو پارونکو کړنو لاس په سره شي، کنه یادې کړنې به په طبیعي ډول خورا منفي او نا مطلوب عواقب ولري.