ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: په افغانستان کې ۲.۸ میلیونه نجونې پر زده‌کړو بوختې دي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په هند کې د یوې خبرې ناستې پر مهال د نجونو زده‌کړو ته په اشاره ویلي، افغانستان کې اوس‌مهال شاوخوا ۱۰ میلیونه زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي، چې له جملې یې ۲.۸ میلیونه نجونې دي.

ښاغلي متقي زیاته کړې، چې افغانستان کې د ښځو د زده‌کړو په برخه کې ځینې محدودیتونه شتون لري، خو دا په دې مانا نه ده، چې اسلامي امارت د مېرمنو د زده‌کړو خلاف دی او یا یې د ښځو زده‌کړې حرامې ګڼلې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي.

د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی، که له چا سره ظلم کیږي او یا ستونزه لري، نو محکمې ته مراجعه کولای شي.

د مولوي امیرخان متقي په خبره، افغانستان یو واحد هېواد دی، د هر ډول دښمن پر وړاندې امنیتي ځواکونه او عام ولس سره په ګډه مبارزه کوي.

ښاغلي متقي نن په هند کې یوې خبري ناستې ته ویلي، د افغانستان یوه ځانګړتیا داده چې دښمن په مقابل کې د سپر په توګه درېږي.