د لوړو زدهکړو وزیر شيخ نداء محمد ندیم کابل کې د مصر سفارت له مستشار سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو وزير افغانستان په اړه د مصر دریځ ستایلی او ویلي یې دي، چې دواړه هېوادونه نږدې مذهبي او تاريخي اړیکې لري.
دغه راز دې لیدنه کې د مصر سفارت مستشار په یاد هېواد کې د افغان زدهکړیالانو د لا ښې روزنې ډاډ ورکړی او له افغانستان سره یې د نورو همکاريو ژمنه کړې ده.

