د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیاتالله مهاجر فراهي پر پاکستان د افغان سرتېرو د غچاخیستونکي برید په تړاو وايي، چې موږ جګړه نه غواړو، خو که راباندې وتپل شي دښمن به مو پکې ډېر ذلیل وي.
نوموړی زیاتوي: “موږ جګړه نه غواړو، خو که پر موږ د جګړې د تپلو هڅه کېږي، نو د تېرو ټولو جګړو په پرتله به د الله په مرسته اوسنۍ جګړه موږ ته اسانه وي، ځکه چې زموږ لاس به مستقیم د دښمن په ګرېوان کې وي او دښمن به مو پکې ډېر ذلیل وي.”
د ښاغلي مهاجر فراهي په خبره، په ۲ زره او ۴۴۰ کیلومتره اوږده ساحه کې به زموږ پلي مجاهدین د غلیم دروازې ور وټکوي.

همدارنګه قاري عبدالستار سعید د افغان ځواکونو د غچاخیستونکي برید په تړاو وايي: له افغان سره د دښمنۍ اعلان ډېر اسانه، خو پالل او سر ته رسول یې بیا هغه د ځوځانو دروند بار دی، چې د پاکستان قبله ګاه صاب (انګریز) شوروي او امریکا لا ترې پناه غوښتې ده.
نوموړی زیاتوي، چې پاکستان لا هغې مرتبې ته نه دی رسېدلی، چې له دومره درنې ډبرې لاندې ووځي.

افغان سرتېرو د یکشنبې پر شپه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو او پوځیانو غچ اخیستونکي بریدونه وکړل.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، چې په دې انتقامي عملیاتو کې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي.

