ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

حماس اسلامي غورځنګ ۷ اسرائیلي بندیان خوشي کړل

د رویټرز د راپور له مخې، حماس اسلامي غورځنګ ۷ اسرائیلي بندیان خوشي او په غزه کې یې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته وسپارل.

ټاکل شوې چې حماس اسلامي غورځنګ به د شوې هوکړې له مخې، نن (دوشنبه، د تلې ۲۱مه) ۲۰ اسرائیلي بندیان ازاد کړي او په مقابل کې به یې اسرائیلي یرغلګر نږدې دوه زره فلسطینیان خوشي کړي.

د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې القسام د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې هوکړې ته ژمن دي.

دوی ویلي، چې موږ شوې هوکړې او اړوند مهال‌وېشونو ته تر هغو ژمن یو، تر څو چې اسرائیلي یرغلګر سرغړونه ونه کړي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې دښمن د پوځي فشار له لارې د بندیانو په ترلاسه کولو کې پاتې راغی او مجبوره شو، چې د خبرو اترو له لارې يې ترلاسه کړي.

ټاکل شوې، چې د ۲۰ اسرائیلي بندیانو په بدل کې به نږدې دوه زره فلسطینیان هم د اسرائیلي رژیم له بندخونو خوشي شي.

په دې بندیانو کې د ۲۵۰ فلسطینیانو په شمول ۱۷۰۰ د غزې هغه اوسېدونکي هم دي، چې د جګړې له پیل راهیسې نیول شوي وو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکتوبر پر ۹مه اعلان وکړ، چې حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلو د سولې د وړاندیز شوي پلان پر لومړي پړاو هوکړه کړې ده.

د دې هوکړې له مخې به بندیان تبادله کېږي او اسرائیلي عسکر به تر هوکړه شوې کرښې پورې شاتګ کوي.

له دې هوکړې وروسته حماس اسلامي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو، چې په هوکړه کې “په غزه کې د جګړې پای ته رسول، د اشغالګرو وتل، تړانګې ته د بشري مرستو لېږد او د بندیانو تبادله” شامل دي.