ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او ترکمنستان لوړ پوړو چارواکو د ټاپي پروژې له چارو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري په مشرۍ یوه لوړ پوړي افغان پلاوي چې د هرات والي مولانا اسلام‌جار یې هم ملتیا کوله او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یو ترکمنستاني پلاوي د ټاپي پروژې له چارو لیدنه وکړه.

د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، دواړو لوریو د دې پروژې د چارو د لیدنې پرمهال په هېواد کې د ټاپي نل‌لیکې د چارو د چټکتیا ډاډ ورکړی دی.

ورته مهال د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار ډاډ ورکړی، چې د دې پروژې چارې په چټکۍ روانې دي او د کار په جریان کې یې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري.

نوموړي دغه راز ویلي، چې افغانستان او ترکمنستان د دې پروژې بشپړېدو ته ژمن دي.