ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ټول هېواد کې د پاکستان پر وړاندې د افغان ځواکونو مېړانه ستایل کېږي

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان ځواکونو مېړانه ستایل شوې او یا یې هم د ستایلو لپاره تابیاوې روانې دي.

په خوست کې زرګونه هېوادوال د پاکستان پر وړاندې د افغان سرتېرو د ستاینې او ملاتړ په موخه راټول شوي. دوی د خپلو ځواکونو مېړانه ستایلې او د ګلونو ډالۍ یې ورکړې دي.

یادو هېوادوالو د هېواد د عزت او خپلواکۍ دفاع د ټولو ګډ مسولیت یاد کړی دی.

دغه‌راز د پکتیا په مرکز ګردېز کې زرګونه خلک د افغان سرتېرو د ملاتړ او د پاکستان د پوځ پر وړاندې یې د مېړانې ستاینې په موخه سړکونو ته راوتلي دي.

یادو کسانو ټینګار کړی، چې د خپلو امنیتي سرتېرو تر څنګ ولاړ دي او په هر ډول حالاتو کې یې ملاتړ کوي.

د دې تر څنګ د پلازمېنې کابل په شمول په یو شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو د ملاتړ او ستاینو په موخه چمتووالی روان دی.

نن (دوشنبه، د تلې ۲۱مه) مازیګر مهال به ولسونه په پراخه کچه د کابل په وزیر اکبر خان تپه کې راټول شي او د پاکستاني پوځونو پر وړاندې به د افغان ځواکونو بریا او مېړانه وستایي.

همدارنګه د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې هم د هېواد د نورو ولایتونو په څېر نن مازیګر د افغان سرتېرو د بري نمانځي او ملاتړ په موخه هېوادوال راټولېږي.

په دې جشن کې به د ختيځو ولایتونو زرګونه اوسېدونکي ګډون وکړي او د پاکستان پر وړاندې د افغان ځواکونو هغه بریا به ونمانځي چې په تېر معاصرې تاریخ کې یې ساری نه لرو.

په نورو ټولو ولایتونو او زونونو کې هم د افغان سرتېرو د ملاتړ او ستاینې په موخه پراخه تابیاوې نیول شوې دي.

په کور د ننه او بهر ګڼو افغان فرهنګیانو او لیکوالانو پر پاکستان د افغان ځواکونو بریالي عملیات په معاصر تاریخ کې بې‌ساري بللي او د دې لویې اتلولۍ د بیا-بیا نمانځلو غوښتنه یې کړې ده.