ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزني کې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د زردالو بند د جیوتخنیک سروې پیل شوه

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې د دوه میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت د زردالو بند جیوتخنیک سروې پیل شوه.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د یاد بند سروې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړه او له هغې وروسته به یې عملي چارې پیل شي.

دې وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه بند د چارو په بشپړېدو سره به ۱۱ سوه هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد بند د جیوتخنیک سروې د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ترسره کېږي.