په چین کې د اسلامي امارت سفیر مولوي بلال کریمي د یاد هېواد لپاره د روسیې له سفیر ایګور مورګولوف سره لیدنه وکړه.
چین کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او په افغانستان کې د رامنځته شویو اقتصادي فرصتونو، پانګونې او په سیمه کې د روان وضعیت په اړه خبرې شوې دي.
په بیجینګ کې د روسیې سفیر د ثبات او امنیت، د نشهيي توکو د کنترول او نورو اقتصادي پرمختګونو په برخه کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې او دا یې د سیمهییز ثبات لپاره مهم وبلل.
بل لوري، مولوي بلال کریمي د افغانستان او روسیې تر منځ اړیکې مثبتې او د پراختیا په حال کې و بللې او له افغانستان سره یې د روسیې ملاتړی او د متقابل درناوي تعامل وستایه.

