ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هند ته د مولوي امیرخان متقي سفر، کتنې او لاسته‌راوړنې!

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، چې د اکتوبر پر ۹مه یې هندوستان ته سفر کړی و، نن (چهارشنبه، د اکتوبر پر ۱۵مه) له ۷ ورځني سفر وروسته بېرته هېواد ته راستون شو.

ښاغلي متقي د هند د بهرنیو چارو د وزیر په بلنه دې هېواد ته سفر کړی و، چې د چارواکو له لوري یې تود هرکلی وشو.

ټاکل شوې وه، چې مولوي امیرخان متقي به په دې لیدنه کې له خپل هندي سیال او نورو چارواکو سره پر ګڼو سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او د افغانستان او سیمې د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.

دا هند ته د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د تر ټولو د لوړ پوړي چارواکي لومړنی سفر ګڼل کېږي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د دې سفر په ترڅ کې له هندي چارواکو، د دیوبند دارالعلوم مدرسې له استادانو او زده‌کوونکو او په هند کې له مېشت افغان سوداګرو سره لیدنې کړې دي.

په هند کې د ښاغلي متقي لیدنو او لاسته‌راوړنو ته لنډه کتنه کوو:

د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره ناسته

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له خپل هندي سیال ډاکټر ایس جې شنکر سره په نوي ډیلي کې ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا، د ولسونو تر منځ په تګ او راتګ او پر سیمه‌ییزو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وشوې.

مولوي امیرخان متقي هند ته خپل سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو برخه کې یو مهم او تاریخي بدلون یاد کړ.

نوموړي هند د سیمې یو مهم هېواد وباله او ویې ویل، د افغانستان او هند تر منځ نه یوازې دا چې ديپلوماتیکې اړیکې شته، بلکې دواړه هېوادونه یو له بل سره تاریخي، تمدني او ولسي پيوستون لري چې له پېړیو راهیسي دوام لري.

دغه‌راز د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزې، سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو او ټرانسپورتي دهلیزونو په برخو کې یې د متقابلې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

د هند د بهرنیو چارو وزیر د امنیت ټینګښت، د نشه‌یي توکو د قاچاق مخنیوي او نورو برخو کې د اسلامي امارت هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره به تعامل ته دوام ورکوي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ په برخه کې د کډې کمیټې په جوړولو هوکړه وکړه، چې هند به د پراختیايي پروژو په ځانګړي توګه د روغتیا، برېښنا، زیربناوو او مرستو زیاتولو په برخه کې خپله ښکېلتیا نوره هم ژوره کړي.

هند په افغانستان کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړ

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر له مولوي امیرخان متقي سره د یوې ګډې ناستې پر مهال اعلان وکړ، چې هېواد یې په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړی.

ښاغلي شنکر په دې ناسته کې ویلي، چې هند په بشپړه توګه د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا، ملي واکمنۍ او خپلواکۍ ته ژمن دی.

نوموړي دغه‌راز په افغانستان کې د شپږو نویو پروژو د پلي کولو اعلان وکړ او زیاته یې کړه، چې هند به د افغانستان روغتونونو ته ۲۰ امبولانسونه او یو شمیر طبي تجهیزات او واکسینونه هم ورکړي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان پر کاني سرچینو پانګوونې ته چمتووالی ښودلی او له زلزله‌ځپلو او راستنېدونکو سره یې د مرستو ډاډ ورکړی دی.

د دیوبند دارالعلوم له مشرتابه، استادانو او طالب‌العلمانو سره لیدنه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د هند د ستر دیني او علمي مرکز دارالعلوم دیوبند له مشرتابه، استادانو او طالب‌العلمانو سره لیدنه وکړه.

مولوي امیرخان متقي د دارالعلوم دیوبند د دیني، ښوونیز او دعوتي فعالیتونو ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ د علمي او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

نوموړي وویل، دارالعلوم دیوبند د اسلامي نړۍ یو له هغو بنسټونو څخه دی، چې د علم، تقوا او اصلاح په ډګر کې یې مهم رول لوبولی او د افغانستان دیني عالمان له دې مرکز سره ژور تاریخي، فکري او عاطفي تړاو لري.

د دارالعلوم مسوولینو هم د افغانستان له اسلامي امارت سره د ورورولۍ، علمي او ديني اړیکو د لا ټینګښت هیله څرګنده کړه او د مولوي امیرخان متقي دا لیدنه یې د دواړو ملتونو ترمنځ د تفاهم او د دیني-فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا په لړ کې مهمه وبلله.

دغه‌راز د دارالعلوم دیوبند له لوري د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته د احادیثو اعزازي سند ورکړل شو او د فضیلت دستار یې پر سر کړای شو.

د ښاغلي متقي د سفر لاسته راوړنې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په هند کې یوې خبري ناستې ته ویلي وو، چې یاد هېواد ته یې سفر له لاسته‌راوړنو ډک و.

  • هند په افغانستان کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړ
  • هند په نوي ډیلي کې د اسلامي امارت ډیپلوماټان مني
  • هند په افغانستان کې نوې پروژې پيلوي او د پخوانیو پروژو بیارغونه کوي د روغتیا په برخه کې شپږ پروژې پیلوي
  • د کابل او نوي ډیلي تر منځ الوتنې زیاتېږي
  • د نوي ډیلي او د افغانستان د یو شمېر ولایتونو تر منځ د کارګو الوتنې پیلېږي
  • په هند کې د مېشت افغان بندیانو د بیا ستنولو لپاره تګلاره جوړېږي
  • د افغانستان او هندوستان د علماوو تر منځ همغږي زیاتېږي
  • د هند او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د ودې په برخه کې مهم اقدامات کېږي

د سیاسي چارو کارپوهانو هند ته د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي سفر د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا لپاره مهم بللی دی.