د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت له لوري د فارياب ولايت اړوند د اقينې-اندخوی بندر د دويم فاز د ۱۰ کيلومتره اوسپنې پټلۍ رغنيزې چارې د څه باندې ۱۲ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پيل شوې.
د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده ویلي، چې د اقينې-اندخوی دويم فاز ۱۰ کيلومتره اوږدوالی لري او رغنيزې چارې يې د اسلامي امارت له بودیجې څخه تمويلېږي.
د نوموړي په خبره، د یادې ريل پټلۍ لومړی پړاو چې له اقینې څخه تر اندخوی پورې ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري، مخکې بشپړ شوی او همداراز د اندخوی-جوزجان د ۵۵ کیلومتره ريل پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې هم د یو کورني شرکت لخوا له ترکمنستان هېواد سره په تفاهم بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.
هغه زياته کړې، چې افغانستان یو مهم ستراتیژیک موقعیت لري او د اقینې-مزار شریف او هرات-کندهار-پاکستان تر چین پورې د ريل پټلۍ په بشپړېدو سره به د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا، اروپا او د نړۍ نور هېوادونه د اوسپنې پټلۍ له لارې یو بل سره ونښلول شي.
ویل کېږي چې د دې پروژې چارې به په ۱۶ میاشتو کې بشپړې شي.
د یادې پروژې په بشپړېدو سره به نه يوازې د اندخوی ښار صنعتي ښارګوټي ته د سوداګريز توکو انتقالات اسانه شي، بلکې د ملي سوداګرو لپاره به د لازياتو اسانتياوو او انتقالاتو برابرولو ترڅنګ د اوسپنې پټلۍ له لارې د ملي عوايدو په زياتوالي کې هم مهم رول ولوبوي.

