د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي ګیلیس برتراند او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي ګیلیس برتراند ویلي، اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې زیاتې لاسته راوړنې لري، چې د نشهیي توکو د کښت، قاچاق، سوداګرۍ او استعمال مخنیوی او د سراسري امنیت تأمین د دغو لاسته راوړنو غوره بېلګې دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د راستنېدونکو کډوالو موضوع ته په اشارې ویلي، تمه وه چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکي کډوال به اسلامي امارت ته زیاتې ستونزې راولاړې کړي، خو اسلامي امارت وتوانېد د کډوالو مسئله سمه مدیریت کړي.
هغه همداراز په بېلابېلو برخو کې له راستنېدونکو سره د اروپایي ټولنې د مرستو د چمتووالي یادونه هم کړې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال له افغانانو او راستنېدونکو هېوادوالو سره د اروپایي ټولنې د مرستو قدرداني کړې ده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې اسلامي امارت راستنېدونکو هیوادوالو ته د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې له ټولو شته امکاناتو استفاده کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د اقتصاد محوره، متقابل درناوي او نه مداخلې پر بنسټ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نېک، حسنه او متوازن روابط غواړي او له دوی هم غواړي، چې له اسلامي امارت سره ورته اړېکي ولري.

