د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پکتیا ولایت د ملي تلویزیون د خبریال عبدالغفور عابد د شهادت په اړه د رسنیو ستر کور او د نوموړي له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې.
د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې د اعلامیې په خپرولو سره له نړیوالو بنسټونو، د بیان د ازادۍ له ملاتړو سازمانونو غوښتي، چې د پکتیا ملي راډیو تلویزیون پر خبریالانو د قصدي برید په تړاو څېړنه وکړي او د خبریالانو د امنیت ټینګښت لپاره عاجل او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې دغه پېښه د ژورنالیزم د اصولو، انساني ارزښتونو او د بیان د ازادۍ ښکاره سرغړونه بللې او په کلکه یې غندلې ده.
یادې ټولنې د افغان خبریالانو پر زړورتیا، مسولیتپزیري او ملي ژمنتیا ویاړلي او ټینګار یې کړی، چې د وطن دفاع،د خاورې بشپړتیا ساتنه او د ولس غږ رسونه یې د هر هېوادپال خبریال ملي او مسلکي وجیبه بللې ده.
یاد خبریالان د خلکو د حالت څېړلو او د راپور جوړولو لپاره سیمې ته تللي وو، خو د پاکستاني ځواکونو له لوري په قصدي ډول په نښه شوي دي.
دغې کمېټې د شهید او ټپیانو له کورنیو سره د اړینې مرستې ډاډ ورکړی دی.

