د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ګیلس برتراند او مل پلاوی سره لیدنه وکړه.
په دې ناسته کې چې له ښاغلي برتراند سره په کابل کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې او د بشري مرستو د برخې مسوولینو هم برخه لرله، افغان راستنېدونکو ته د مرستو رسولو او ورستیو سیمه ییزو مسايلو په هکله خبرې وشوې.
ګیلس برتراند وویل، اروپايي ټولنې د افغان راستنېدونکو لپاره روان کال نږدې ۵۰ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي، چې د ملګرو ملتونو د ادارو او انجیو ګانو لخوا به مصرف شي.
نوموړي په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د کار د دوام یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې اورپایي هېوادونو د افغانانو اړتیاوو ته په پام سره خپلې مرستې ډېرې کړې دي.
ښاغلي برتراند د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستۍ نښتې د اندېښنې وړ وبللې او زیاته یې کړه، چې ورته موضوع ګانې بشري حالت اغېزمن کوي او راستنېدونکي یې له ستونزه سره مخ کړي دي.
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام یادونه وکړه، چې اسلامي امارت د ګڼو اقتصادي ستونزو سربېره توانېدلی چې د راستنېدونکو لړۍ په ښه ډول مدیریت کړی.
د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي وویل، چې روان کال، یادې ټولنې په افغانستان کې لومړنۍ اړتیاوې ته د لاس رسي په موخه ۱۳۸ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.
دغهراز نوموړي څرګنده کړه، چې کابل او اسلام اباد دې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او ښاغلي ګیلس برتراند ته یې په نوې دنده کې د بریا هیله څرګنده کړه.
همدارنګه نوموړي له افغانانو سره د اروپايي ټولنې له بشري مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت له اروپایي ټولنې او اروپايي هېوادونو سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دی.
مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې اقلیمي بدلونونه او د کډوالو راتګ بشري مرستو ته د اړتیا سبب یاد کړ او څرګنده یې کړه، چې نړۍ دې بشري مرستې نه سیاسي کوي.
د ناستې په پای کې ښاغلي وزیر یادونه وکړه، چې اسلامي امارت له سیمې او نړۍ سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.

