ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملي راډیو تلویزیون مشرتابه د شهید خبریال د فاتحې په مراسمو کې د ګډون په موخه پکتیا ته سفر کړی

د افغانستان ملي راډیو ټلویزون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي او مرستیال یې هدایت الله هدایت پکتیا ولایت ته سفر کړی.

د ملي راډيو ټلویزیون لوی رییس او مرستیال یې د پکتیا ملي راډیو ټلویزون د هغه خبریال کور ته د فاتحې او غمرازۍ لپاره ورغلي، چې د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د خبرې پوښښ پر مهال د پاکستان ملېشو له لوري په شهادت ورسېد.

دوی د یاد خبریال له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې او نغدي مرسته یې ورسره کړې ده.

د ملي راډیو تلویزیون مشرتابه ټینګار کړی، چې د خبریالانو خوندیتوب او ملاتړ د یادې ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.