د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي تلویزیون د دو, متعهدو او فداکارو خبریالانو عبدالغفور عابد او انجنیر عبدالظاهر صافي شهادت له امله، چې د اسلامي امارت د ځواکونو او د پاکستان د پوځ تر منځ د وروستیو جګړو څخه د راپور جوړولو پر مهال د جنایتکارانه بریدونو په ترڅ کې شهیدان شوي، ژوره خواشيني څرګندوي او د شهیدانو درنو کورنیو، رسنیزو همکارانو او د مطبوعاتي ډګر ټولو غړو ته تسلیت او همدردي وړاندې کوي.
ددوی شهادت د هېواد د مطبوعاتي کهول لپاره یوه لويه او دردهناکه ضایعه بولي.
په ورته وخت کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریالانو پر وړاندې هر ډول بریدونه، هدف ګرځونه او تاوتریخوالی په کلکه غندي او دا برید د دښمن د نهايي ضعف نښه او ستر جنایت بولي.
خبریالان د ولس رسا غږ دي او هر ډول تعرض یا سپکاوی يې د اسلامي، انساني او اخلاقي اصولو څخه سرغړونه ده.
د خبریالانو امنیت او مصؤنيت ته باید په جدي ډول پام وشي، څو د ورته غمجنو او دردناکو پېښو د تکرار مخه ونیول شي.

